Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

Home » Drugs ABC in your language » Pashto » سپیډ او کوکاین » د سپیډ او کوکاین خطرونه

د سپیډ او کوکاین خطرونه

د سپیډ او کوکاینو استعمال ښايي د سختې بدني او دماغي ستړیا سبب شي. استعمال یې همداراز ښايي د سخت دماغي اعتیاد سبب شي. ددې معنی دا ده چې خلک غواړي دا مخدره مواد بیا بیا استعمال کړي. په کثرت سره استعمال ښايي ددې سبب شي چې د هماغه یو اندازه تاثیر لپاره ښايي هر ځل د زیات او نور زیات سپیډ او کوکاینو استعمالول ضروري وي. دې ته تحمل او عادت جوړېدنه ویل کېږي.

په لنډ مهال کې:

  • احتمال شته چې بدن د ستړي کېدو، ولږې یا تندې نه غیر د هڅې او زیار له امله ډېر زیات ستړی شي.
  • کوکاین او سپیډ تاسو ته په ځان د اعتماد احساس درکوي، کوم چې ښايي د ډېرو خطرونو د اخیستلو سبب شي (د بېلګې په توګه په ترافیکو یا غیر محفوظ جنسي رابطه کې)
  • کوکاین او سپیډ دواړه د حامله ګۍ په موده کې د مور او ناپیدا شوي ماشوم دواړو لپاره ډېر نقصاني دي.
  • د ستنو یا د بوي کولو د پیپونو یو بل سره شریکول ښايي د ایچ آيي وي مریضۍ یا تور زیړي بي او سي سبب شي.
  • ډېره زیاته اندازه استعمالول ښایي د زړه د مشکلاتو سبب شي کوم چې ژوند اخیستونکي کېدلی شي.

په اوږد مهال کې:

  • ددې موادو استعمالول ښايي د شدیدې ستړیا رامینځته کېدلو سبب شي.
  • د زړه د وینې جریان ته نقصان رامینځته کېدلی شي او دا د زړه لپاره سترس پیدا کوي.
  • سړی ښايي خواشینی، بې ثباته، وارخطا یا جارح شي.