Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

Home » Drugs ABC in your language » Pashto » سپیډ او کوکاین » د خطرونو محدودول

د خطرونو محدودول

د مخدره موادو په استعمال کې تل خطرونه شامل وي. دا خبره د سپیډ او کوکاین په شمول د ټولو مخدره موادو لپاره ریښتیا ده. که تاسو د خطرونو سره مخ کېدل نه غواړئ، نو تاسو لپاره بهتره دا ده چې مخدره مواد استعمال نه کړئ. که بیا یې هم استعمالول غوره کړئ، نو کوښښ وکړئ چې خطرونه یې تر امکاني حده محدود کړئ.

مخکې د مخکې نه

  • فقط په ځینو مواقعو یا په خاصو مواقعو کې یې استعمال کړئ.
  • که تاسو حامله یاست او یا حامله کېدل غواړئ نو مه یې استعمالوئ
  • دا خبره یقیني کړئ چې ځینې مودو کې یې استعمال نه کړئ.
  • دا خبره یقیني کړئ چې په جیب کې مو ډېرې زیاتې پیسې نه وي.

د استعمال پر مهال

  • یوازې هغو وختونو کې یې استعمال کړئ کله چې تاسو ځان په دماغي او بدني توګه ښه احساسوئ.
  • کوښښ وکړئ هغه وخت یې مه استعمالوئ چې تنها یاست. که چیرته خبره خرابه شي، نو خوا کې به مو څوک نه وي چې کومک درسره وکړي.
  • ځان یخ وساتئ. دې خبرې ته کافي توجه وکړئ چې بدن مو یخ وي. په دې طریقه به د حد نه زیات ګرم نه شئ. د حد نه زیات ګرمېدو په صورت کې د ګرمۍ د خطرناکې (ژوند ګواښونکې) ضربې خطر شته.
  • کافي څښاک وکړئ تر څو د بدن د وچېدو مخنیوی مو وشي. په هر ساعت کې تقریباً نیم لیتر اوبه، غیر الکولي څښاکونه او ایسوتونیک سپورټي څښاکونه. خو الکولي مشروبات، قهوه یا انرژي څښاکونه مه څښئ.
  • د احتیاط په توګه، د هرې نوې ذخیرې څخه فقط یوه کوچنۍ اندازه استعمال کړئ. تاسو ته هیڅکله معلومه نه وي چې ګولۍ یا پوډر څومره سُوچه دي. د یو معلوم کاروباري د موادو کیفیت هم ډېر بدل کېدلی شي.
  •  د نورو غیر قانوني مخدره موادو، الکولو یا دوایانو سره یې یو ځای مه استعمالوئ. دغه زیات خطر رامینځته کوي. مخدره مواد ښايي د یو بل تاثیرات قوي یا ضعیف کړي، او ښايي داسې تاثیرات رامینځته کړي چې هیڅ تمه مو ترې نه کېږي. تاسو بیا بې هوشه کېدلی شئ او یا مو د زړه درزا نوره هم تېزېدلی شي.
  • هیڅکله استعمال شوي مواد (داسې لکه نیچه، ستنې او پیپونه) مه استعمالوئ. دا په ایچ آيي وي او تور زیړي بي او سي ویروسونو د ککړېدو خطر زیاتوي.
  • که مخدره مواد مو استعمال کړي وي نو سفري وسایل مه چلوئ.

د استعمال نه وروسته

  • د کوکاین او سپیډ استعمال د بدن په ذخيرو تاثیر کوي. د استعمال نه وروسته یې ارام وکړئ او پوره خوراک وکړئ چې بدن مو بېرته قوت ترلاسه کړي.
  • کوکاین او سپیډ مقاومت او ویټامینونه ماتوي. ویټامینو نه استفاده وکړئ او غذايي، صحتمند خوراکونه وکړئ.
  • د بیا استعمال د خواهش په وړاندې مقاومت وکړئ. که تاسو یې د استعمال نه وروسته ځان بېخي ستړی او خواشینی احساسوئ نو کېدی شي په دې لمسون کې راشئ چې د هغې د استعمال نه وروسته به ځان بهتر احساس کړئ. دا یو بد فکر دی! په دې طریقه تاسو په تېزۍ سره یوه خرابه دایره کې ګېرېږئ. نو خپل ځان ته د بېرته ښه کېدو چانس ورکړئ.