Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

Home » Drugs ABC in your language » Pashto » سپیډ او کوکاین » سپیډ او کوکاین څه شی دي؟

سپیډ او کوکاین څه شی دي؟

سپیډ او کوکاین پاروونکي مخدره مواد دي. ددې معنی دا ده چې خلک ددې په استعمالولو سره انرژي ترلاسه کوي. عموماً دا داسې پوډر وي چې سړی یې د پوزې له لارې بوي کوي. دا مواد د انرژۍ یو جعلي احساس ورکوي، خو کله چې د دوی اثر لاړ شي، نو هغه کسان چې دا استعمالوي ډېر ستړي وي. په سپیډ کې ښايي امفیتامینس (کمه قوي بڼه یې) او میتامفیتامینس (تر ټولو قوي بڼه یې) شامل وي. سپيډ کوم طبعي مواد نه دي؛ دا په یو غیر قانوني لابراتوار کې جوړېږي.

کوکاین داسې مواد دي چې د کوکا په نوم ځنګلي بوټي څخه ترلاسه کېږي. دا بوټي په اصل کې د جنوبي امریکا د اندس په نامه منطقې په غرونو کې پیدا کېږي.

سپیډ او کوکاین بوي کېدلی او راښکل کېدلی، تېرول کېدلی او پیچکاري کېدلی شي. برسېره پر دې، کوکاین همداراز د کریک په بڼه څکول یا کشول کېدلی شي.