Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

Home » Drugs ABC in your language » Pashto » سپیډ او کوکاین » د سپیډ او کوکاین اثرات څه دي

د سپیډ او کوکاین اثرات څه دي

سپیډ او کوکاین خلکو ته دا احساس ورکوي چې کم ستړي دي. د ولږې احساس ورکېږي او خلک یې د استعمال نه وروسته ځان ډېر خوشحاله احساسوي. خلک ډاډمن وي او ډېرې خبرې کوي.

دا احساس له کوکاینو سره یو ساعت پورې دوام کوي. د سپیډ سره دا ساعتونه ساعتونه دوام کولی شي. سپیډ او کوکاین اکثر ددې لپاره کارول کېږی چې ښه کارکردګي وښودل شي. سړی ځان قوي احساسوي، خبرلوڅ وي او خپلو هڅو ته د زیات وخت لپاره ادامه ورکولی شي. په حقیقت کې دا د بدن نه ډېر زیات کار غواړي.

سردردي، د ګیډې درد، خوله راتلل او تبه، د استعمال په وخت یې دې ټولو سره ښايي مخ شئ. زړه په زیاته تېزۍ درزا شروع کوي او د عضلاتو د برېښ چانس پکې شته. هغه اضافي انرژي چې سړی یې ترلاسه کوي د مخدره موادو څخه نه وي، بلکې د بدن څخه وي. له دې امله یې د استعمال نه وروسته په بدن کې اضافي ستړیا او د خواشینۍ احساس وي.

کوکاین او سپیډ په غیر قانوني توګه تولید کېږي. له دې امله سړي ته هیڅکله نه معلومېږي چې په دې کې د کومو شیانو نه کار اخیستلی شوی دی. نو په دې خاطر ددې موادو استعمالول یو غټ خطر لري.