Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

لاندې مشورې د خوب راوستونکو او اراموونکو دوایانو د خطرونو په کمولو کې مرسته کوي.

  • تل د ډاکټر د مشورې پابند پاتې شئ. څومره اندازه او څومره وخت لپاره چې لیکل شوې وي د هغې نه زیات یې مه استعمالوئ.
  • خوب راوستونکې دوا زیات نه زیات په هفته کې یو یا دوه ځل استعمال کړئ.
  • د الکولو یا نورو غیر قانوني مخدره موادو سره یو ځای یې مه استعمالوئ.
  • که تاسو نور ددې توان نه لرئ چې د خوب راوستونکې یا اراموونکې دوا خوړل پرېږدئ، نو د ډاکټر نه کومک وغواړئ.
  • که تاسو په ناڅاپي توګه کمه خورئ یا یې پرېږدئ، نو احتمال لري چې تاسو د بې خوبۍ یا اضطراب تکلیف پیدا کړئ. دا تکلیفونه هغو تکلیفونو ته ورته دي د کومو لپاره چې تاسو دغه دوا خوړل پیل کړي وو. د ډېرو خلکو لپاره دا ددې ‘ثبوت’ دی چې هغوی دغې دوا ته اړتیا لري. استعمال یې په تدریجي توګه او د
  • ډاکټر لخوا په درکړل شوي ضرب الاوقات سره پرېږدئ. نو بیا به تاسو ته د داسې تکلیفونو کېدلو چانس کم وي.
  • همداراز د ځینو داسې اصولو کوښښ وکړئ چې تاسو سره په زیاته اسانۍ په طبعي توګه خوب کولو کې مرسته وکړي. هره ورځ په یو ټاکلي وخت ویده شئ او په یو ټاکلي وخت له خوبه جیګ شئ. ډېر ناوخته یا ډېر زیات خوراک مه کوئ. د الکولو، قهوې او کولا نه ځان وساتئ، په ځانګړي ډول د ماښام په وخت کې. خپل د خوب اطاق نه فقط د خوب لپاره استفاده وکړئ، د لوستلو یا تلویزیون کتلو لپاره ترې استفاده مه کوئ. هره ورځ بدني ورزش په سهار یا ماسپښین وختي کې کومک کوي، خو په ماښام کې د زیاتې خوارۍ کولو نه ځان وساتئ.

د خوب راوستونکو او اراموونکو دوایانو په اړه معلومات