Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

بینزوډیازوپینزدوايي یو نشه يي تاثیر لري. د بینزوډیازوپینز دوايي مختلف ډولونه شته چې هغه د قوت او د تاثیر د دوام مختلفې درجې لري. دا چې ایا یو مواد خوب راولي او که ارام بښي اتکاء یې په دې خبرې ده چې تاسو یې څومره اندازه او د څومره وخت لپاره خورئ.

  • په اولني استعمال سره تاسو بهتر خوب کوئ او د اضطراب او سترس احساسات کموي. تاسو خوبولي کېږي او ددې توان نه لرئ چې خپله توجه ښه مرکوزه کړئ.
  • د هرې ورځې په استعمال سره یې اثرات د یو څه وخت نه وروسته کمېږي. تاسو باید بیا د هماغه تاثیر د احساس لپاره زیاته وخورئ. نو هفتو هفتو لپاره یې د استعمال سپارښتنه نه کېږي.
  • که تاسو یې د زیاتې اوږدې مودې لپاره استعمال کړئ، نو تاسو به یې د کمو فایدو او زیاتو ناخوښه جانبي عوارضو د تجربې سره مخ شئ.

د خوب راوستونکو او اراموونکو دوایانو په اړه معلومات