Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

الکول نشه يي اثر لري. که تاسو لږ شان الکول وڅښئ نو تاسو زیات فعالېږئ او د زیات کولو جرئت کوئ. که تاسو لا نور وڅښئ نو توجه مو کمېږي. تاسو همداراز غبرګون په قرار ښیئ.

اتکاء په دې چې تاسو څومره څښئ

د لا زیات مقدار الکول سره ستاسو ځواب ورکول کمېږي. تاسو کم ښه اورئ او
وینئ. په عین وخت کې ستاسو په خپل ځان زیات اعتماد وي، نو جرئت مو زیاتېږي. دا

ځینې وختونه خطرناک اوضاع پیدا کوي، د مثال په توګه په ترافیکو کې

که تاسو لا زیات الکول څښئ نو په خپلو حرکتونو مو کنټرول کمېږي. کله چې روان یاست نو ړنګ بنګ کېږئ او خبرې کول درته زیات مشکل کېږي. له دې امله هغه څه چې ویل شوي یا ترسره شوي وي اکثر تاسو نه هېرېږي. احتمال لري چې په ورپسې ورځ تاسو د سر درد نه په تکلیف کې شئ او د مریضۍ احساس وکړئ.

د الکولو یو ډېر زیات جیګ خوراک کولی شي چې ستاسو د تنفس او د زړه د درزا د قرارېدلو او یا په بشپړه توګه درېدلو سبب شي. دا ښايي د کوما یا مرګ سبب شي.

د یو شخص نه بل شخص سره توپیر

عین یوه اندازه الکول د یو شخص نه په بل شخص مختلف تاثیر کوي. ددې دلیل ستاسو وزن، سترس او د ستړیا درجه وي. په کومه تېزۍ سره چې یې تاسو څښئ نو دغه هم پکې رول لري، او همدغه راز ستاسو جنس. ځوانان، بوډاګان او ښځې اکثر د الکولو په وړاندې کم مقاومت لري.