Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

Home » Drugs ABC in your language » Pashto » د قمار په اړه معلومات » قمار څه شی دی؟

قمار څه شی دی؟

قمار کول یا شرط لګول د پیسو لپاره لوبه کول دي. که ته قمار کوې که شرط لګوې، ته پیسې ددې چانس سره ږدې چې پیسې به وګټې یا به یې وبایلې. دې ته د چانس لوبې هم ویل کېږي. که پیسې ګټې او که بایلې، په هر صورت کې هیڅکله نه پوهېږې چې کله یې پیل کوې. په نتیجه یې خپله کم اثر انداز کېدلی شې. ددې اتکاء په چانس ده. تا لپاره د پیسو د ګټلو چانس د پیسو د بایللو نه ډېر کم وي.

د چانس د لوبو مختلف ډولونه شته دی.

  • د ساعت تېرۍ په ځایونو کې لوبه کوونکي کولی شي د پوکر او بلیک جیک لوبې وکړي.
  • په قمارخانو کې تاسو رولیټ، بلیک جیک او د کارت لوبې موندلی شئ.
  • قمار کول په نورو ځایونو کې هم امکان لري. فقط د سکریچ کارتونو، قسمت (لاټري) ګیمونو او د سپورټ د شرطونو په اړه فکر وکړئ.
  •  په دې اوسنو کلونو کې آنلاین قماربازۍ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د قمار په اړه معلومات