هغه خوب راوستونکې او اراموونکې دوایانې چې نن سبا د ټولو نه زیاتې عامې استعمالېږي بینزوډیازوپینز (benzodiazepines) دي.

بینزوډیازوپینز نه یوازې د خوب د مشکلاتو بلکې د سترس او اندېښنې و اضطراب د مشکلاتو لپاره هم استعمالېږي. بینزوډیازوپینز عموماً د ګولیو په بڼه پیدا کېږي چې تاسو یې د اوبو سره تېروئ.