Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

هره دوا جانبي عوارض لري. نو بهترینه خبره دا ده چې تاسو ډاکټر سره د مشورې کولو نه غیر د خوب راوستلو او ارام بښلو دوایانې استعمال نه کړئ. د لارښوونې پاڼه تل په احتیاط سره ولولئ. که تاسو ډېر زیات استعمال کړئ او په زیات کثرت سره، احتمال لري چې تاسو پرې معتاد شئ.

په لنډ مهال کې

  • د خوب راوستونکو دوایانو او اراموونکې دوا د الکولو سره یو ځای کول تل خطرناک وي
  • د خوب راوستونکو دوایانو او اراموونکې دوا استعمال ښايي تاسو خوبولي کړي، کوم چې د پېښو خطر زیاتوي.
  • د استعمال له امله یې تاسو ځان بد احساسولی او اضطراب سره مخ کېدلی شئ.
  • د ډېرو زیاتو خوب راوستونکو او اراموونک دوایانو استعمال احتمال لري چې ډېر زیات

په اوږد مهال کې

  • ښايي چې ستاسو په سر درد شي، ستړي شئ، ځان خوبولی یا خالي احساس کړئ، جنسي رابطې لپاره ستاسو خواهش ښايي کم شي.
  • ستاسو یادداشت نور او نور خرابېږي او شیان درنه هېرېږي او سترس سره د مقابلې لپاره لا غټ مشکلات لرئ.

 

په انټرنیټ یا د سرک په لاره دوا اخیستل خطرناک دي. تاسو ته هیڅکله یقیني معلومه نه وي چې څه پکې دي. دوایانې تل د دواخانې نه واخلئ.

اعتیاد

د 6 یا 8 هفتو د استعمال نه وروسته تاسو ښايي د بینزوډیازیپینز اعتیاد واخلئ. بیا یې پرېښودل ډېر مشکل شي.

  • ستاسو بدن د بینزودیازیپینز د استعمالولو عادت شي. تاسو بیا باید د هماغه تاثیر د ترلاسه کولو لپاره هر ځل زیاته او بیا نوره زیاته دوا وخورئ.
  • تاسو په دماغي توګه هم په ډېره جلدۍ سره د خوب راوستونکو او ارام بښونکو دوایانو عادت اخلئ. که تاسو د اوږد وخت لپاره یوه ګولۍ خورئ، نو بیا تاسو ددې توان نلرئ چې د هغې نه غیر ژوند وکړئ. دا تاسو مجبوروي چې بیا او بیا یې استعمال کړئ.

د عادت ماتول

د خوب راوستونکو دوایانو او اراموونکې دوا استعمال پرېښودل اسان نه دي. تاسو اکثر د هر ډول شکایتونو / د پرېښودلو د تکلیفونو سره مخ کېږئ. د دوا د استعمال د پرېښودلو بهترینه طریقه دا ده چې د ډاکټر د نظارت د لاندې وشي.

د خوب راوستونکو او اراموونکو دوایانو په اړه معلومات