Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

Home » Drugs ABC in your language » Pashto » د قمار په اړه معلومات » قانون سازي

قانون سازي

په بلجیم کې د لوبې یا ګیم کولو څلور مختلف ځایونه وجود لري:

  • کاسینوګانې: تاسو یوازې هغه وخت یوې کاسینو ته تللی شئ چې عمر مو 21 کاله وي. تاسو بیا هلته فقط د ثبت نام (نوم، عمر وغیره) نه وروسته داخلېدلی شئ.
  • د قماربازۍ ماشینونه: ددې د استعمالولو لپاره هر تن لازمه ده چې 21 کلن وي او همداراز ثبت نام یې شوی وي.
  • مشروب خانې: یوه جواز لرونکې کیفې کولی شي چې زیات نه زیات 2 آلات وچلوي. تاسو کولی شئ چې دې باندې د 18 کلنۍ نه وروسته د ثبت نام کولو نه غیر لوبه وکړئ.
  • د شرط لګولو دفترونه: د شرط لګولو دفترونو ته بالغان (+18) لاسرسی کولی شي. د 1000 یورو نه بره شرطونه باید راجستر کړی شي.

قماربازان کولی شي چې د قمار دفترونو او ویبسایټونو ته د خپل لاسرسي په بندولو سره د قمار په لمسون کې د راتللو څخه ځانونه محفوظ کړي. برسېره پر دې، نږدې فامیل، OCMW (د عامه ټولنیزې ښیګڼې مرکز)، وغیره هم هغه خلک چې د قماربازۍ معتادان وي د قمار دفترونو ته د لاسرسي پیدا کولو نه منع کوي. د دغه ډول لاسرسي د ممانعت لپاره کېدلی شي چې د ګیم کولو د کمیسیون څخه درخواست وکړی شي.