Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

د قماربازۍ مشکلات ښايي په چاپېریال باندې د پام وړ تاثیر ولري. په ګڼ شمېر برخو کې ښايي مشکلات رامینځته شي.

  • د پیسو مشکلات: هغوی په نور او نور قمار کولو سره اخرینۍ تاوان کړې پیسې بېرته لاسته راوړل غواړي. ددې له امله د پیسو مشکلات او قرضونه رامینځته کېدلی شي. په نتیجه کې خلک ځي او د انډیوالانو او فامیل نه پیسې قرضوي. ځینې حتی ځي او غلا کوي.
  • د کار او مکتب مشکلات: قماربازي د انسان نه ډېر زیات وخت نیولی شي. په نتیجه کې د مکتب او کار لپاره کم وخت موجود وي.
  • ټولنیز مشکلات: که خلک د چانس په ګیمونو ډېر زیات وخت لګوي، نو ددې خطر سره مخ کېږي چې خپلو ټولنیزو تماسونو کې بې پروایي وکړي. ددې نتیجه په ټولنیزه توګه یواځیتوب کېدلی شي.
  • اعتیاد: قماربازي دومره جذابه او هیجان انګیزه کېدلی شي چې تاسو په خپل شاوخوا کې هر څه هېر کړئ. تاسو ګنګس غوندې شئ. په خپله د لوبې خوند د ګټې نه زیات مهم شي. د قماربازۍ یا شرط لګونې نه بس کول بیا ښايي هماغسې شي لکه د مخدره موادو عادت پرېښودل. د بېلګې په ټولګه تاسو ښايي د عادت د پرېښودلو د تکلیفونو سره مخ شئ. دا د خوب کولو مشکلات، د ستړیا رامینځته کېدل، د بدن رپېدل، خوله راتلل، د سر درد تکلیف، د معدې درد او د کولمو تکلیف او شکایتونه، جارحانه چلند، اضطراب، د خفګان احساسات، شک کول او د احساس کمترۍ یا ځان د نورو نه کم ګڼلو احساس کېدلی شي.

څه شی خطر معلوموي؟

ټول د چانس ګیمونه یو ډول ورته لمبر خطرونه نه لري. د خطر اتکاء په یو شمېر فاکتورونو باندې وي.

  • دا احساس چې یو تن د لوبې په نتایجو اثر و نفوذ لري.
  • د شرط لګونې او لوبې کولو او د هغوی د نتیجې ترمینځ وخت
  • دا چې ایا تاسو په یو کوچني شرط سره یوه غټه ګټه ترلاسه کولی شي
  • په څومره کثرت سره یو څوک ګټي
  • په څومره کثرت سره څوک دا احساس کوي چې فقط بایلي
  • څومره په اسانۍ سره یو څوک لوبې یا ګیم ته لاسرسی لري ایا تاسو کور کې په سمارټ فون د ·لوبې کولو توان لرئ؟ یا تاسو قمارخانې یعنې کاسینو ته ځئ؟
  • هغه ماحول چې د لوبې یا ګیم د کولو په چاپېریال کې رامینځته کړی شوی وي. د هغو رنګونو د استعمال، لوکسو اسبابو، غږیزو زیګنالونو او نورو شیانو په اړه فکر وکړئ چې د چا د ګټلو په صورت کې استعمالېږي.

دا خبره په ذهن کې وساتئ چې کله تاسو په یو کوچني شرط باندې یوه غټه ګټه ترلاسه کولی شئ نو خطرونه په زیاتېدو وي.