Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

د چانس ګیمونه او شرط لګونه یو د خوښۍ احساس ورکوي. څومره چې شرط غټ وي، هغومره یې هیجان زیات وي. ستاسو خیالات او افکار په بشپړه توګه په لوبه کې ډوب شوي وي او خواوشا ته هم هر څه هېر شوي وي.

له دې امله چې په قماربازۍ کې تنش تل زیاتېږي او کمېږي، نو په مزغو کې ځینې مادې خوشې کېږي. دغه ښايي چې یو ډول د نشې یا سرُور حالت رامینځته کړي. دا نشه د الکولو د استعمال او یا نورو مخدره موادو د استعمال سره پرتله کېدونکې ده. خلک په لوبه کې بېخي ژور مشغول شي. دا یو په زړه پورې احساس ورکوي. دا ښه احساس په غصه، بدخویۍ او د خواشینۍ په خیالاتو کې هم بدلېدلی شي.