Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

Home » Drugs ABC in your language » Pashto » د بنګو په اړه معلومات » بنګ څه شی دي؟

بنګ څه شی دي؟

“بنګ” ددې موادو بوټي او ددې بوټي څخه لاسته راوړو تولیداتو دواړو ته ویل کېږي. ددې تولیدات ماریجوانا او حشیش دي. اکثر استعمالوونکي یې بنګ په یو سګریټي کې وهي.

ماری‌جوانا

ماریجوانا (واښه) د ښځینه بوټي څخه وچې شوې او مېده شوې پاڼې دي. رنګ یې شین دی او لږ شان خوږ غوندې بُويي لري.

حشیش

حشیش (شیټ، پُټ، ډوپ یا حش) د ښځینه بوټي د ګل د بر سر د کنډ نه جوړ شوی وي. حشیش د څلورګوټې ګولۍ په څېر ښکاري. د حشیشو نه ښايي حشیش تېل هم جوړ شوي وي، خو دا دومره عام نه دي.

د بنګو استعمالول

  • بنګ په عموم کې څکل کېږي. د تمباکو سره یو ځای په خپل تاو کړي سګریټ کې، دې ته سیګرټی ویل کېږي. خو بنګ په پایپ، د اوبو په پایپ (حُقه) یا ایواپوراتور (بخار ایستونکي) کې هم کشول کېږي.
  • بنګ ښايي وخوړل او وڅښل شي. د بنګو څخه ځینې وختونه د کیک په جوړولو کې استفاده کېږي او په چای کې څښل کېږي.

د بنګو اثرات اتکاء ددې په استعمال لري. د بنګو په سیګرټي کې کشول تر ټولو تېز اثر کوي. که څوک بنګ وخوري نو د اثر په کولو کې یې اوږد وخت لګېږي.

د بنګو په اړه معلومات