کله دې وکارول شي
- یوازې هغه وخت کې استعمال کړئ چې ځان ښه احساسوئ
- ډېر زیات او هره ورځ یې مه استعمالوئ
- د خوند اخیستلو لپاره یې استعمال کړئ، د مشکلاتو د هېرولو لپاره نه
- که بنګ مو استعمال کړي وي نو موټر، سکوټر یا بایسکل مه چلوئ
- د حامله ګۍ په وخت کې یې مه استعمالوئ
- که عمر مو د 18 کالو نه کم وي نو بهترینه خبره دا ده چې مه یې استعمالوئ
څنګه دې وکارول شي
- په احتیاط سره یې وکاروئ
- مشوره درکول کېږي چې بنګ مه خورئ او مه څښئ
- بنګ د الکولو یا نورو غیر قانوني مخدره موادو سره مه یو ځای کوئ
- بنګ عموماً څکول کېږي. څکول یې د سږو لپاره نقصاني دي. ډېر ژور یې مه کش کوئ او بخار ایستونکی مه استعمالوئ