Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

د بنګو اثرات ددې د نوع، مقدار او د استعمال د طریقې له مخې توپیر کوي. شخصیت، توقعات او د استعمال شرایط پکې رول لوبوي.

بنګ یو د کرارۍ او آرام احساس ورکوي. خلک د شیانو تجربه په مختلفه طریقه کوي. رنګونه زیات شدید شي، موسیقي زیاته ښکلې شي.

په عین حال کې بنګ د لمحې احساسات نور هم قوي کوي. هغه کسان چې ښه احساس لري احتمال لري چې د زړه پورې تجربې احساس وکړي. هغه کسان چې خوشحال نه وي ښايي ځان بدتر احساس کړي.

یو شخص ښايي د بنګو د استعمال څخه سخت وږی شي؛ کېدی شي نتیجه یې بې حسه لاس یا په څنګلو او لینګو کې د دروندوالي احساس هم شي. مونږ دې ته بې حسي وایو.