Voor alle vragen over drank,
drugs, pillen, gamen en gokken

Home » Drugs ABC in your language » Pashto » د الکولو په اړه معلومات » قانون سازي

قانون سازي

د نشې حالت

په
بلجیم کې که تاسو په عامه ځایونو کې نشه یاست نو ښايي جزايي شئ.

ترافیک

که ستاسو په وینه کې د 0.5 ملي
ګرام نه زیات الکول وي او د سفر وسیله چلوئ (لکه موټر، سکوټر یا بایسکل) نو تاسو د

جزا وړ یاست. پولیس تل ددې توان لري چې تاسو معاینه کړي چې ایا ډېر زیات خو مو نه

دي څښلي. که داسې مو کړي وي، نو تاسو به جریمه درکړي او لږ تر لږه 3 ساعته به مو د هغه څه چې تاسو

یې چلوئ د چلولو نه منع کړي.

که معاینه وښیي چې ستاسو په وینه کې د 0.8 فر میل نه زیات دي، نو جزا به یې زیاته درنه وي. ستاسو جریمه به زیاته جیګه وي، تاسو ته به لږ تر لږه 6 ساعتونو لپاره د هغه څه چې تاسو یې چلوئ چلولو اجازه درنکړی شي او ښايي په مؤقته توګه خپل جواز یا لېسنس له لاسه ورکړئ.

قانون د مسلکي موټروانانو (د لاریو، بسونو، ټیکسیانو، امبولانسونو وغیره چلوونکو) لپاره زیات سخت دی. هغوی باید ځان د الکولو د 0.2 فر میل حد پابند وساتي.

ځوانان

داسې ځوانانو چې عمر یې د 16 کلونو نه کم وي ته د الکولو ورکول، پرې خرڅول او ورته وړاندې کول منع دي. د 16 کلنۍ څخه د بیئرو او وائنو اجازه شته. قوي مشروبات لکه وهسکي، رم، ووډکا وغیره یوازې د 18 کلنۍ څخه اجازه لري.

د الکولو په اړه معلومات