لاندې مشورې تاسو سره د مشکلاتو په مخنیوي کې کومک کولی شي:
- په یوه هفته کې د 10 ګیلاسونو نه زیات الکول مه څښئ. دا الکولو دا استعمال په مختلفو ورځو خور کړئ او ډېرې ورځې پکې الکول مه څښئ.
- د مخکې نه فیصله وکړئ چې څومره به څښئ. بیا په هماغې پابند اوسئ.
- په یو وخت ډېر زیات مه څښئ.
- په کرار کرار وڅښئ او په مینځ کې یې څه وخورئ.
د الکولو پرېښودل؟
ایا تاسو فکر کوئ چې تاسو ډېر زیات څښئ؟ ایا تاسو غواړئ چې د الکولو څښل کم کړئ یا یې بس کړئ؟ د یو ډاکټر یا پاملرنې کوونکي څخه کومک وغواړئ. مونږ ته زنګ ووهئ، ایمیل راولېږئ، سکایپ یا چیټنګ راسره وکړئ او مونږ تاسو سره دې لاره کې کومک وکړو .