الکول په لنډمهاله او اوږدمهاله توګه د اغېز خطرات لري. که تاسو د یو اوږد وخت لپاره ډېر زیات الکول څښئ نو ښايي چې معتاد شئ.

په لنډ مهال کې
هغه کسان چې الکول څښي ښايي په ورپسې ورځ ځان ستړی، د زړه خرابی یا تنده احساس کړي. که تاسو ډېر زیات څښئ، نو ښايي داسې وشي چې تاسو د هغې نه وروسته د کوم شي په یاد ساتلو ونه توانېږئ (توره تیاره).
الکول ښايي د مینې کولو خواهش زیات کړي، خو دا جنسي کارکردګي کموي.
که تاسو حامله یاست نو الکول څښل هیڅکله ښه خبره نده. دا ستاسو په ګېډه کې ماشوم ته زیان رسولی شي. حتی هغه وخت چې تاسو ماشوم ته تی ورکوئ هم تاسو باید الکول ونه څښئ.
کله چې تاسو د نشې په حالت کې یاست، نو د خطراتو ارزونه مشکله ده. په ترافیک کې، خو همداراز په کار کې هم او د تفریح پر مهال دا د حادثاتو، غلطو پرېکړو وغیره سبب کېدلی شي.
الکول جارحیت پارولی شي او د جنګونو سبب کېدلی شي، خو دا د بېلګې په توګه د ژوند د ملګري سره د محرمتاوتریخوالي سبب هم کېدلی شي.
په اوږد مهال کې
د الکولو استعمال په ټول بدن اغېز کوي. په معلومه توګه دې کې ځیګر، تریخي او مزغو ته زیان رسېدل شامل دي.
د الکولو استعمال کېدی شي چې د کینسر په مختلفو ډولونو کې خپله برخه کار وکړي. دا همداراز ښايي د یادداشت او د عصبي نظام د زیان سبب شي.
د حد نه زیات الکول د زړه لپاره بد دي. دا د وینې فشار جیګوي، کوم چې د زړه د حملې چانس زیاتوي. دا همداراز ښايي د بدو کولیسترولو درجه جیګه کړي.
الکول همداراز ښايي د چا وزن زیات کړي. له بل طرفه، الکولي مشروبات کم غذايي مواد لري. دا د کمبود رامینځته کوي. هغه کسان چې ډېر زیات څښي، ښايي په اوږد مهال کې یې وزن کم شي، بدن یې د غذا د کمبود سره مخ شي او ضعیف شي.
هر څو که ډېر خلک احساس کوي چې الکول هغوی سره په بهتر خوب کولو کې کومک کوي، خو دا اصلاً بد اراموونکی دی. د الکولو له څښلو وروسته تاسو کم ژور ویده کېږئ. په زیاته اسانۍ د خوب د درتللو د توان احساس په تېزۍ سره ورکېږي. ددې خطر شته چې خلک ددې لپاره چې په ویده کېدلو وتوانېږي زیات او لا زیات الکول وڅښي.
اعتیاد
د الکولو استعمال ښايي فزیکي او دماغي دواړه ډوله اعتیاد رامینځته کړي:
- فزیکي اتکاء په دې معنی ده چې ستاسو بدن د هماغه ډول تاثیر لپاره زیاتو او لا زیاتو الکولو ته اړتیا لري. هغه کسان چې زیات الکول څښي او بیا ناڅاپه بس کړي د مریضۍ احساس کوي.
- دماغي اتکاء په دې معنی ده چې شخص داسې احساس لري چې نور د الکولو نه غیر د فعالیت توان نه لري.
د عادت ماتول
الکول همداراز فزیکي تاثیرات لري. یوه موده د ډېرو زیاتو الکولو د څښلو نه وروسته یې په ناڅاپي ډول بس کول یا یې د څښلو د پام وړ توګه کمول ښايي د رپېدلو، خولې، وارخطایۍ، سرګردانۍ، اضطراب، کانګو کولو او بېخوابۍ سره یو ځای وي. دا د ژوند ته خطر اوضاعو سبب کېدلی شي، د بېلګې په توګه د مرګي حملې راوستل. په دې دلیل، بهتره خبره دا ده چې د ډاکټر د لارښوونې لاندې دا عادت مات کړی شي.
کله چې فزیکي اعتیاد ختم شي، نو د الکولو قوي خواهش ښايي بیا هم د مشکلو لمحو سبب شي. دا په فزیکي توګه د ځان ایستلو علامات په تدریجي توګه کمېږي، خو ښايي تر څو میاشتو پورې دوام وکړي. مسلکي لارښوونه درسره ښايي دې سره په مقابله کولو کې کومک وکړي.