الکول څه شی دي؟
الکول په خپله خالصه بڼه کې یو بې بُویه او بې ذایقې مایع دی. د ټولو نه مشهور مشروبات چې الکول پکې شامل وي دا دي: بیئر، وائن او سپیریټس.

اثرات؟
الکول نشه يي اثر لري. که تاسو لږ شان الکول وڅښئ نو تاسو زیات فعالېږئ او د زیات کولو جرئت کوئ. که تاسو لا نور وڅښئ نو توجه مو کمېږي. تاسو همداراز غبرګون په قراره ښیئ .
خطرات
- د یادداشت مسئلې
- پېښې
- لفظي شخړې او تاوتریخوالی
- د مزغو نقصان
- د زړه او ځینګر مریضۍ، کینسر
- د حامله ګۍ په وخت کې خطرناک
- اعتیاد
قانون سازي
بلجیم قانون ترافیک کې د الکولو د استفادې په اړه مقررات وضع کړي دي. همداراز دا خبره یې ټاکلې ده چې ځوانان په کوم عمر کې کولی شي الکول ترلاسه کړي. هغه شرایط د کومو لاندې چې الکول تولید او وړاندې کېدلی شي هم په قانون کې تعیین شوي دي.
د خطر محدودیت؟
که ستاسو عمر د 18 کلونو نه کم وي، نو بهترینه خبره داده چې الکول ونه څښئ. د ځوان تن مازغه لا هم د پوره پرمختیا په حال کې وي، او د الکولو څښل ښايي دغې پرمختیا ته زیان ورسوي. که تاسو نه غواړئ چې ددې خطر سره مخ شئ، نو الکول مه څښئ!